د پښتوشعرونه

زه به جنت ته د پښتو سره ځم

تل به په لار د مـــــــــــــــــــــیړنو سره ځم 

یمه پښـــــــــــتون د پښـــــــتنو سره ځم  

د ملـــــیت نمـــــــــــــــــــره د پرخې په څیر  

ســـــــــــــتا د دې شوخو پلوشو سره ځم  

دا چـــــــــې خــــــــــرد هم په ملت ځاروی  

زه دې همــــــــــــداسې لـــــــیونو سره ځم  

پام کـــــــــــــوه زه هغـــــــــــــــه نظر نه یمه  

چــــــــــــــــې به په دود د سپیلنو سره ځم   

وایی اغـــــــــیار چــــــــــــې د دوزخ ژبه ده  

زه به جنت ته د پښــــــــــــــــــــــتو سره ځم

راســـــتنیدى چې نه شی وخت خو نه یم

خـــــــــو د حــــــــالت د تقاضــــــو سره ځم

کړمه جــــــــــهان چې د پښــــــتون ځملی

د خـــــــــپلو پیغلو حـــــــــوصلو سره ځم

وړم مســـــــــــتقبل ته د ماضی روایات

زه د خپل حـــــــــــــــــال د ولولو سره ځم

څــو چې راغونډ په یو مرکز یې نه کړم

هرې تپې ته د جرګو ســــــــــــــــــــره ځم

 

 

 

 

 

 

د محبوب وطن په غیږکي ارام پروت یم

لکه طفل جې ویده غیږ کې د مور وي

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>